...

رحمان بابا

چې يې وليد د ستا حسن بې حساب

له دې قصده تاو پیدا شو له افتاب

ستا له غم مې غلی سری سری ناغی شوې

يا خېمې دي سياه پوش سره طناب

په ارزو دې د نرګس سترګې څلور شوې

غونچه سره د زړه په وينو ژوه غرقاب

که دې زلفي په مخ پېچو تاب شوې ښايي

وېښته څه طاقت لري د اور له تاب

زه چې خدای د ستا له غم سره اشنا کړم

خوشحالي مې نور نايابه شوه ناياب

ستر غلي مې د فراق په ژړا سره شوو

د سبزي اثر يې پاڅېده له اب

مه خورشيد چې دې ښايست پورې شرمېږي

ځکه مخ پناه کوي تر کوه قاب

زه دې پېژنم په اصل کې خاکې يې

ځان به څه څنډې په ګوتې له تراب

څو دې خيال د اشنا ګرځي په لېمه کې

خبر زده کړه ته د اوښکو له سېلاب

د رحمان بخت به هاله له خوبه ويښ شي

که ته سترګې ورته پورته کړې له خواب