

رحمان بابا
هسې مست يم ستا د شونډو په شراب
چې به نه وي بل دا هسې مست خراب
لاس د ستا په مينه اچوم و ګل ته
لکه بوټي ته لاس اچوي غرقاب
دا سرخي او سفېدي دستا د مخ ده
که زما په مخ باران دی د خوناب
څه اثر به زما اوښکې په تا کاندي
لا تازه شي اور په اوښکو د کباب
عاشقان دې سترګې روڼې کا په عشق کې
دا خواب نه دی دا منزل دی د سېلاب
ماچې خال دستا د ورځو په ميان ولید
به بل هسې رنګ امام شته نه محراب
ښاپېرۍ چې لیده نه شي سبب دا دی
مخ د ستا له شرمه نغاړي په حجاب
چې سباشي ستا تر مخ پورې شرمېږي
ځکه زيست په توره شپه کاندي مهتاب
حجاب واخله مخ کړه تور د هغو خلقو
چې تحسين کا ستا په دور د افتاب
هسې نه چې زه دلبر وايم و تا ته
خدای دی تا لره در کړی دا خطاب
ستا د مخ په ورق باندې خط و خال دی
د مصحف په صحيفو باندې اعراب
سات د حسن حساب هيڅ په رحمان نه شي
هم په دا چې بې حساب دی بې حساب
يو کتاب په سړبن کې چا و نه کړ
بې رحمانه چې يې وکړ دا کتاب