

رحمان بابا
هوښيار مه ګڼه هوښيار د دې دنيا
بې وقوف دی وقوف دار د دې دنیا
روښنايي په هغو زړونو ده حرامه
چې پرې کېني ګرد غبار د دې دنيا
پوچ ګويي ده چې یې اهل د دنيا کا
هر کلام او هر ګفتار د دې دنيا
د طفلانو په څېر واړه خاکبازي کا
هر چې کاندي کاروبار د دې دنيا
واړه ډکې خولې د پيو هلکان دي
کارديده او پخته کار د دې دنيا
همېشه به بې وقوف او بې شعور وي
چې مخمور وي په خمار د دې دنيا
د شرابو هم لا هومره مستي نه وي
لکه مست وي خمرخوار د دې دنيا
هر بېمار لره دارو په جهان شته دي
دارو نه لري بېمار د دې دنيا
د هر سوي علاج وشي په جهان کې
مګر سوی په شرار د دې دنيا
هر چې اچوي و اور ته واړه سوځي
موړ به نه شي طلب ګار د دې دنيا
ګرفتار يې هميشه په غم کې ډوب وي
هيڅوک مه شه ګرفتار د دې دنيا
تل به پروت وي په ظلمت او په تورتم کې
چې اسير وي په کفار د دې دنيا
په مسلمو کې خاصه مسلم هغه دی
چې يې وشلوه زنار د دې دنيا
څه و بت و ته سجده څه و دنيا ته
بت پرست دی پرستار د دې دنيا
تن يې پاتو شي بې سريه، سر يې لاړ شي
سردار کله دی سردار د دې دنيا
زوی او لوڼه يتيمان کا ځنې درومي
بې وفا دي مور او پلار د دې دنیا
همېشه به يې يو پنډ د غم په سر وي
چې په سر یې وي دستار د دې دنیا
واړه غم دی که يې پېرې که يې پلورې
نور څه نشته په بازار د دې دنيا
همګي واړه ټکان دي ټګي کاندي
فروشنده او خريدار د دې دنيا
په دنيا به مينه نه کاندي هيچېرې
چې خبر وي په اضرار د دې دنيا
چې نظر د چا په دين او په ايمان وي
هغه نه کا انتظار د دې دنيا
چې وېرېږي له کوهي او له ګړنګه
هغه نه درومي په لار د دې دنيا
اشنايان يې همه واړه مکاران دي
څه وېسا ده په مکار د دې دنيا
لوی هلک يې همه واړه اغياران دي
يار دی چېرې په ديار د دې دنيا
چې پیدا شي همګي واړه فنا شي
راشه وګوره ناتار د دې دنيا
هر سړي لره چې ورشي ځنې درومي
ما لیدلی دی رفتار د دې دنيا
په يوه ګړۍ بهار وي بيا خزان شي
بقا نه لري بهار د دې دنيا
که هزار هزار پشتۍ ورته ته کېږدې
بې بنياده دی ديوار د دې دنيا
که د اوسپنو حصار تر ځان چاپېر کړې
ښېښه وګڼه حصار د دې دنيا
لکه سيوری د افتاب په مخ کې ګرځي
نشته هيچېرته قرار د دې دنيا
هيڅ ګومان د بهترۍ ورباندې مکړه
کهتري ده وار په وار د دې دنيا
بې مقراضه غوڅوي د سړي عمر
هم د اليل او هم نهار د دې دنيا
پس له مرګه به حساب له سړي غوښت شي
په انداز او په مقدار د دې دنيا
عاقبت خو به يو موټی شي د خاورو
ګلعذار او ګل رخسار د دې دنيا
برابر به له ګدايه سره پاڅي
شهزاده او شهریار د دې دنيا
پاس به داغ وي د لئيم په سينه باندې
هر درهم او هر دینار د دې دنيا
د قانع تر قناعته صدقه شه
هم دنیا او هم دنیار د دې دنیا
پس له مرګه به همه واړه مظلوم وي
ظالمان او ستمګار د دې دنيا
تر قيامت به دغه شل او دغه لس وي
پوره نه کړ هيچا شمار د دې دنيا
چې ايام پرې د کفن او غسل ورشي
بي پردې شي پرده دار د دې دنيا
په تخته باندې بيرون شي له حجابه
شرمناک او شرمسار د دې دنيا
ترهر چا به پېغمبر څخه وه ډېره
که څه قرب وي يا وقار د دې دنيا
يو فساد به يې بيان په رحمان نه شي
فسادونه دي بسيار د دې دنيا