...

رحمان بابا

هغو بيا موند سعادت په دا دنيا

چې يې وکړ قناعت په دا دنیا

نه ملکونه د سليمان په هزار کاله

نه يوه ګړۍ طاعت په دا دنيا

يونفس د خدای په ياد واولی تر دی

نه د درست جهان دولت په دا دنيا

په دنيا کې لوټ هغو عالمو وکړ

چې يې وکړعبادت په دا دنیا

که نعمت دی خو طاعت او عبادت دی

ګڼه نشته بل عمارت په دا دنيا

که محنت که مشقت دی خو د دين دی

په کار نه دی بل محنت په دا دنيا

بې له خدايه هرچې دي همه فاني دي

که لذت دی که زينت په دا دنيا

که بادشاه دی اخر خاورو لره درومي

څه عزت دی څه قربت په دا دنيا

تر هغه به بل نادان په جهان نه وي

هر چې غواړې فراغت په دا دينا

ته چې څو وخته فسمت په دنيا غواړې

چا موندلی دی فرصت په دا دنيا

عمارت په سر د رېګو روان کاندي

هر چې کاندي عمارت په دا دنيا

د مستانو تر لغزشه څه کم نه دي

د سړي استقامت په دا دنيا

هر ژوندی چې د مرده په قبر ورشي

بس دی هومره نصيحت په دا دنيا

په روانو اوبو رشه عمر ګوره

ډېر دی هومره اشارت په دا دنيا

دا پاخه پاخه سرايونه محلونه

خو به وران شي عاقبت په دا دنيا

وږې سترګې د اسمان څه هسې نه دي

چې څوک پرېږدي سلامت په دا دنيا

هرچې راشي همه واړه ځنې درومي

چې يې وکړ رياضت په دا دنيا

رياضت په قيامت نه شي مرد هغه دی

خدای څوک مکړه بدخصلت په دا دنيا

هم په دا خوی و خصلت به سبا پاڅي

هر چې کاندي زراعت په دا دنيا

هم هغه به يې خرمن وي پس له مرګه

زه يې وينم علامت په دا دنيا

که هغه جهان په دا کې لیده نه شي

ما لیدلی دی قيامت په دا دنيا

په قيامت به ښه توښه ځبله نه شي

هرچې اوسي امانت په دا دينا

امانت به د لحد په ميان کې پروت وي

چې حاصل کا څوک جنت په دا دنيا

نېک عمل حضور جنت دی طاعت بويه

هم جنت دی هم راحت په دا دنيا

نېک کردار هم نېک عمل هم نېک خويونه

په کار نه دی ضديت په دا دنيا

ضديت د سړي عمر په عذاب کا

هم دغه دی شرافت په دا دينا

لاس په سر په سينه ایښی و هر چا ته

لوی مقام دی عدالت په دا دنيا

که بلنده مرتبه د چا په کار وي

مګر مهر محبت په دا دنيا

بل ارمان به له جهانه يووړ نه شي

که څوک کاندي تجارت په دا دنيا

د هغه جهان سودا واړه دلې ده

هيڅ پټ نه دی حقيقت په دا دنيا

که د طالع د سړي نه وي جار وتلې

که څوک غواړي ولايت په دا دنيا

نېک له نېکو سره بويه بد له بدو

چې يې ورک کړ سکونت په دا دنيا

ولايت دی خدای هغه لره ورکړی

نور به نه کا خپل قسمت په دا دنيا

که تمانه دنيا واړه سره يو شي

نور به نه کا خپل قسمت په دا دنيا

که څوک مرد دی خو هغه دی په دنيا کې

هر چې نه لري حاجت په دا دنيا

چې رغبت يې د جمله و بلاو سر دی

څوک به څه کاندي رغبت په دا دنيا

په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو

لکه تېر شو يو ساعت په دا دنيا