...

رحمان بابا

عاشقي مې يې په زړه وکړ ګذر بيا

بېلتانه مې لمبې بلې کړې په سر بيا

که دفتر د خپل قسمت مې په خپل لاس وي

مابه ستا له غمه وران کا دادفتر بيا

ما لا نوم د اشنايۍ اخستی نه و

جدايۍ يې راته جمع کړ لښکر بيا

پس له مرګه به يې بيا تر تا قربان کړم

که صورت مې خدای پیدا کړ په محشر بيا

د هجران محنت مې واړه له زړه هېر شو

چې مې ولیده په سترګو ستا بشر بيا

چې اسمان يې مخ پټ کړی په سحاب و

خدای و ما و ته څرګند کړ هغه نمر بيا

چې رقيب راته تړلي په ځنځير و

خپل حبيب راباندې پرانیست هغه ور بيا

په يوه نظر يې زړه راڅخه يووړ

خدای دې خيرکا چې لا وکا بل نظربيا

په وصال يې منت بار اوسه رحمانه

په صدف کې دخل نه وي د ګوهر بيا