

رحمان بابا
دل و دين مې هغې ترکې کړ رها
لايې نه حسابوي د ځان بها
د ښايست صفت يې څو کوم حيران يم
په هيڅ رنګ يې مونده نه شي انتها
د صورت له عيبه هسې پاکيزه دی
لکه ذات د وېښته نشته دی په ها
که يې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته
تل په ګنج باندې پراته وي اژدها
لکه نمر هسې جلوه کا په شفق کې
چې په سر کاندي اودڼی د سوها
نه پوهېږم چې په کومه لاره درومم
چپ و راست مې رقيبان دي هزارها
خدای دې هسې تنها نه کا څوک په غم کې
لکه زه يم ستا په غم کې يک تنها
همېشه د بېلتانه په غم کې لولم
زه رحمان نعوذ بالله منها