...

رحمان بابا

که ماښام تر ستوني ښکته کړې حلوا

سبا خواست کوې له خدايه د ښوروا

په هيڅ حال کې دې قرار و صبر نه شي

لېونی کړې ډېر حرص ډېرې هوا

تمامي عمر تريار تر عزير پورې

لويې ګېډې مختورن کړې هم رسوا

چې په خپله رسوايۍ دې پروا نه شي

نور به څه کړې په جهان د چا پروا

چې د نفس د پاره لاس وخدای ته نيسي

دا زحمت له خدايه غواړې که دوا

نفس بې شماره عالم پرېوست و کوهي ته

خدای دې نه کا نابينا د چا پېشوا

په روا په ناروا کله پوهېږي

و چارپای ته څه روا څه ناروا

چارپايان که غوږ وسترګې لري څه شو

په معنا کې نابينا دي ناشنوا

زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم

چې له دينه له مذهبه وي سيوا