...

رحمان بابا

چې يې نقش په زړه خيال شي د اشنا

صدقه يې سر و مال شي د اشنا

پس له مرګه به يې تېغ هسې مخ روڼ وي

چې اشنا په تېغ حلال شي د اشنا

په اسمان د اشنايۍ به يې مکان وي

چې زمين غوندې پايمال شي د اشنا

خوشحالي زما د زړه په هغه دم وي

په هر دم چې زړه خوشحال شي د اشنا

روح هغه ساعت داخل ګڼم په تن کې

چې مې دخل په وصال شي د اشنا

هم هغه يوه ګړۍ راباندې کال وي

چې يوه ګړۍ محال شي د اشنا

نور د هيچا قيل و قال مې په کار نه وي

چې ترغوږ مې قيل وقال شي د اشنا

زرغونه کاندي دانه زما د عيش

چې په زړه مې زرغون خال شي د اشنا

نه بل څوک زما طبيب بې اشنا شته دی

نه بل څوک به په مثال شي د اشنا

د رحمان نظر په هيچا باندې نه وي

چې نظر يې په جمال شي د اشنا