...

رحمان بابا

چې واده يې کا په ډول او په سرنا

بيا پرې وايي زمانه د وير وينا

که مي هر څو دلبري او دلجويي کا

زه پوهېږم د خپل يار په استغنا

په يوه ګړۍ مې يار هم مې اشنا شي

بيا مې بله ګړۍ نه ګڼي اشنا

دازه خپله تسلي کوم يار بولم

څه ياري ده د ناتوان او توانا

يو زمان يو دم او بې خپله صنمه

زه بهتره تر بقا ګڼم فنا

هر سړی په يوې چارې خدای مشغول کړ

زه مشغول کړم خدای د ترکو په ثنا

مابې عشقه بل هنر نه زده ناصحه

په خندا شه که نادان يې که دانا

چې مې غوږ په نارو نه باسي حيران يم

پروانه لري که ووړ وي که برنا

بې د يار له ښه دېد نه دې خدای نه کا

د رحمان په زړه کې بله تمنا