

رحمان بابا
ستا په څېر نه دي خوبان ليدلي ما
نه په غوږو چېرې اورېدلي ما
هيڅ وفا له عاشقانو سره نه کا
دلبران دي واړه ازمايلي ما
چې مې ستا وښکلي مخ ته دي کتلي
بل يو مخ ته نه دي بيا کتلي ما
د زړه غولي مې نيولی ستا غمونو
نور غمونه دي له زړه ويستلي ما
چې مې کار د عاشقۍ په لاس کې واخيست
دي له بله کاره لاس وکښلي ما
نورغمونه مې له زړه نه دي وتلي
ستا غمونه دي پکې کرلي ما
که جفا کوې که جور واړه ځای لري
د ستا جور و جفا واړه دي منلي ما
زه رحمان بې ياره خوب و خندا نه کړم
بې ده نه دي خوب خندا پسندلي ما