

رحمان بابا
چې هر چا لیدلی نه وي يار زما
خير دی دا که وايي بد به کار زما
هر هغه چې وي دلبر زما ليدلی
نه به کا انشا الله انکار زما
سر زما درګاه د هغه يار عزيز وي
بې له دې لار نشته بله لار زما
ما بې عشقه بل څه څېر زده کړی نه دی
چې څه دی هم دا دی واړه کار زما
خدای دې هيڅوک يو ځبله ازار نه کا
اې دلبره مه اخله ته ازار زما
ياره ستا په جدايۍ او په ډېړ غم کې
سيند د اوښکو درومي په رخسار زما
لوی دی که هلک دی واړه ستا خبرې کاندي
بل ګفتګوی نشته په ديار زما
زه رحمان به لاف په عشق کې څه وهمه
خود به ځان څرګند کا انتظار زما