

رحمان بابا
هسې ياد يې همېشه مدام زما
چې اوراد يې په هر صبح و شام زما
هر کلام چې بې د ستا له ياده وکړم
سل توبې دي په هغه کلام زما
زه که بې له تا له زړه ارام کړم په سل رنګه
نه شي نه شي په هيڅ رنګ ارام زما
ننګ ونام که ستا په مينه له ما درومي
زار شه ستا تر مينې ننګ و نام زما
چې قايم شوم په مقام د عاشقۍ
هېر شو دلته واړه بل مقام زما
څو د عشق په خم خانه مې داخل نه کړ
پخته نه شو دغه عقل خام زما
نن دې وخت دی که مې اه وفرياد اورې
څو چې خاورې نه دی هر اندام زما
هزار جام د صراحي دې فلک مات کړل
څو به ګرځي په دا دور جام زما
زه رحمان به دانا کام کوم تر کومه
وايه کله به حاصل کړې کام زما