

رحمان بابا
سل ځله که وخوري ناصحان ځيګر زما
بېل به ځبله نه کا در د ستا او سر زما
صبر ستا په عشق کې دا خبره څوک او زه څوک
نشته د دې چارې توان يو موی قدر زما
ستا له محبته جار واته و ما ته عار دي
ولې خاورې نه شي په دا لار بشر زما
واړه معشوقې د عاشقانو خبر اخلي
بې له تا چې نه اخلي يو دم خبر زما
هيڅ اندوه مې نشته بې د ستا له جدايۍ
نور اندوه به څه وي تر دغه بتر زما
خوب د کور و کلي په نارو زما برهم شو
څه چل دی چې نه شي ستا په زړه اثر زما
درست جهان که واړه ما رحمان لره دلبر شي
چېرې دی دلبره بې تا بل دلبر زما