...

رحمان بابا

که سړی د خپلې پوهې تقصير نه کا

د خدای کړه به څوک په پوهه تغيير نه کا

خواه ناخواه به د تقدير شوي ورپېښ شي

که څوک هيچېري نظر په تقدير نه کا

د هغو چې بخت بېدار شو غم يې نشته

که هيچېري بیداري و شبګير نه کا

دا له خپلې کم فهمۍ مونږه څه وايو

چې فلانی سړی تالاش و تدبير نه کا

دلګيري او خوشحالي که په خپل لاس وي

په خپل لاس به خپل سر هيڅوک دلګير نه کا

معرفت د خدای څرګند دی په هرڅه کې

سترګې وخوره چې څوک هومره نظير نه کا

دانفس په مثال برق صورت فانوس دی

برق به هيڅوک په فانوس کې اسير نه کا

د دنيا سړي همه واړه درماند دی

کوم بادشاه دی چې منت د وزير نه کا

کوم واده کومه کوژدن ده په جهان کې

چې فلک يې و اخر ته په ویر نه کا

په خوله هر يو سړی اسم د پير اخلي

باري څه په کار چې نغوته د پير نه کا

دغه نښې د قيامت نه دي نورڅه دي

چې د پلار ويل په زويو تاثير نه کا

هسې چارې له ناصحو واقع کېږي

چې له شرمه يې هيڅ غل وکا سير نه کا

په مرده پسې تکبير وکاروان شي

هيڅ ګومان په ځان د هسې تکبير نه کا

په دنيا پسې درست عمر زهېريږي

ځان يو دم د خدای دپاره زهیر نه کا

د عيال دپاره تېر تر سر و مال شي

دلجويي په يوه ټوک د فقير نه کا

ګرم دی چې نارې د هجران اوري

و اشنا و ته کاته په ځير ځير نه کا