

رحمان بابا
عاشقان د ناصحانو وينا نه کا
مست هاتي د مهوتانو پروانه کا
واړه جور د دې دور مې قبول دی
که خدای ما له خپله ياره جدا نه کا
چې د ګلو پريشاني شوه ورڅرګنده
غونچې سر په زانو کېښود خندا نه کا
و سېلاب ته د ډنډوکې څه استاد وي
زړه چې ژاړي سترګې څرنګ ژړا نه کا
دنيا کل په احمقانو ده ودانه
دانا ځکه وابستګي د دنيا نه کا
چې يې زړه دی په هوا پورې تړلی
د حباب عمارت ځکه بقا نه کا
بې هنر دی چې څوک دين په دنيا پلوري
هنرمند سړی دا هسې سودا نه کا
که څوک وايي هوښيار کوم دی وايه دا دی
چې بې خدايه نوره مينه په چا نه کا
ګدايي که ورپېښيږي دايې ځای دی
هربادشاه چې دلجويي د ګدا نه کا
چې بې دل يې په يوه نګاه رغېږي
څه انصاف دی چې دلبر يې دوانه کا
هرچې زړه يې وي په يار باندې بايللی
نوره مينه په چا بې له اشنا نه کا
چې ترغوږ يې وي وينا د اشنا شوې
هغه غوږ هرګز په نوره وينا نه کا
وبه نه رسي د يار تر بلند بامه
چې د زړه غولی روشن په ژړا نه کا
زه رحمان د هغه يار په جفا خوښ يم
که اغيار مې خدای له ميانه پیدا نه کا