

رحمان بابا
چې اميد په عمارت د دې جهان کا
لکه کرښه په اوبو هسې نښان کا
د اوبو په مخ د کرښې بقا نشته
په نابود باندې ناحق د بود ګومان کا
نادانانو هسې دين په دنيا بايلود
لکه ووړکې دربدل په پارچه نان کا
د دنيا د دين نسبت وبل ته نه شي
اور اوبو سره استوګه په څه شان کا
عشق د نفس له خاصيته منزه دی
کار د سترګو به څوک څرنګ په دهان کا
لکه چشم وګوش په کار کې وبله بېل وي
هسې دين و دنيا حکم ځان په ځان کا
په پيرۍ کې د ځوانۍ خيال دی هسې
لکه څوک چې د باغ سير په خزان کا
بې درګاه يې بل ځای د رحمان نشته
په سفر استوګه څو مسافران کا