

رحمان بابا
زړه مې بې له خپل نګاره ارام نه کا
کامراني راڅخه غواړي ناکام نه کا
بې ناکامه زيست محال دی په دنيا کې
د کوم اس په خوله کې دخل لګام نه کا
د اسمان ماڼۍ به هم پر قرار نه وي
سالک ځکه قصد د قصر و د بام نه کا
ګاه يې کښېنوي په تخت کله په خاورو
زمانه رضا د هيچا مدام نه کا
بې له سروې چې ازاده خدای پیدا کړه
ترکې ځکه و هيچا ته سلام نه کا
کوه و دشت هم د خزان له غمه رېږدي
ځکه زرکه و چمن ته خرام نه کا
چا چې سر دی په سجده و يار ته ایښی
دوباره له دې سجوده قيام نه کا
چې يې کډه ده د يار په لورې لوښتې
لکه بحر هسې درومي قام نه کا
نشستن د عاشق نشته لکه شمع
څو صورت د عشق په اورکې تمام نه کا
چې محظوظ وي په تش بوی د مهرويانو
هغه فکر د بوسې د پېغام نه کا
چې لذت يې د سروشونډو وي موندلی
نوره مينه د شرابو په جام نه کا
په هغو د لعلو لبو می حرام دی
څو دا نور لذت په خپل سر حرام نه کا
رحمان هسې و خپل يار ته بې حجت دی
لکه عذر چې صاحب ته غلام نه کا