...

رحمان بابا

زما اوښکې چې دا هسې شست و شو کا

دا محنت واړه زما د مخ په ولو کا

تل يې مخ وي تر خوبانو پورې وللی

عاشقي چې د چا اوښکې په شېبو کا

د عاشق د سينې چاک به ور څرګند شي

که څوک سر و خپل ګرېوان و ته فرو کا

د عشق اور چې شمع خود په سر قبول کړي

پروانه به څه حجت د ځان په سوو کا

ګل څه نه وايي چې غرق په وينو ناست وي

بلبل څه لره بې ځايه ګفتګو کا

زه که مرګ غواړم بې ياره ګرم خونه يم

جدايي سړی په ځان پورې پکو کا

معشوقې په محنت نه دي چا موندلي

مګر خدای يې په رحمان باندې پېرزو کا