

رحمان بابا
که په ګنج د شاهي فخر شهر يار کا
عاشقان يې د دلبروپه رخسار کا
خرقه پوشو په خرقه کې دی موندلی
هغه حظ چې په دنيا کې دنيادار کا
پتنګانو لره ورکړ خدای په اور کې
هغه عېش چې يې بلبله په ګلزار کا
نېک ساعت په بد بدل د هيچا مه شه
په وصال کې غم د هجر ورد و څار کا
نس د ګور او د مور يو دی په معنا کې
خو په چا يې تور لحد په چا بازار کا
د بېړۍ په ډوبېده چې خدای راضي شي
بګانګي د زړونو هلته کله کار کا
هغه مخ چې مادرزاد ښايسته نه وي
مشقت د مشاطې واړه مردار کا
يار د ناز له خوبه پاڅي پسې ګرځي
چې فلک د عاشقانو بخت بېدار کا
بې له تانه مدام سوزي دايې حال دی
لکه شمع چې څوک بله په مزار کا
دمستۍ د هوښيارۍ يون څرګندوي
په هر چاکې چې څه وي هغه رفتار کا
د بلبلو نغمه زاغ کولی نه شي
هرسرود اواز په طور د خپل تار کا
رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی
چې د دين متاع بدله په دينار کا