...

رحمان بابا

د بې دردو همدمي به دې بې درد کا

د نامردو همدمي به دې نامرد کا

صحبت بې تاثيره نه دی دا حديث دی

ګنګو نمري هم په څېر د ګنګو زرد کا

هر کالی چې څوک په ځمکه باندې کېږدي

هغه ځمکه يې له جنسه د خپل ګرد کا

په مجلس د ويرژړليو څوک ورمه شه

که صحيح و سلامت وي اه يې سرد کا

چې دويي له ميانه لرې شي رحمانه

معشوقې عاشق پخپله ناز پرور کا