

رحمان بابا
اورنګ زېب چې ارايش د تخت و تاج کا
تخت و تاج به يې مرګی تاخت و تاراج کا
په جهان کې به يې پاتې ښه بدنوم شي
دی که چارې د کسری که د حجاج کا
اوبه سترګو لره لاړې اور د زړه شو
څوک به څه مشکل ژوندون په دا مزاج کا
جدايي زما په زړه کا هسې چارې
لکه باز يې په تارو او په دراج کا
زما اوښکې چې پيدا د زړه له يم شوې
لکه اور يې له کبابه نم اخراج کا
زه غمجن د عيد په جشن خبر نه شوم
که نور خلق هوی و های ته احيتاج کا
هر ناوک چې د قضا له شسته خېږي
زمانه د رحمان زړه ورته اماج کا