

رحمان بابا
هغه ژوی چې بې خدايه محبت کا
همګې واړه بې ځايه محبت کا
محبت بې خدايه واړه د زړه رنځ دی
که مدام له چنګ و نايه محبت کا
خرخاري ده چې يې يوځبله کاندي
هر خودرای چې له خود رايه محبت کا
نتېجه يې ريش کنده جامه پاره وي
ادم زاد چې له چار پايه محبت کا
هغه سرای لره به تله ورباندې ګران وي
هر سړی چې له دې سرايه محبت کا
بوالهوس به نه پتنګ نه پروانه شي
د مګس په څېر له ورايه محبت کا
چې د تورو زلفو سيوری په چا وشي
هغه کله له همايه محبت کا
رحمان ځکه د ريبار متابعت کړم
چې رهرو له رهنمايه محبت کا