

رحمان بابا
چې اميد په عمارت د دې دنيا کا
د کاغذ په کشتۍ سير د دريا کا
د اسمان توسن هيچا نه دی تېزلی
څوک به څرنګه سورلي د باد په شا کا
نه لېوه په ادميت اموخته کېږي
نه اميد د مروت شي له افلاکا
له فلکه د وفا اميد باطل دی
کله ديو له ادم زاد سره وفا کا
زمانه په اسلام کفر سمه ګرځي
فرق د تورو د سپين کله نابېنا کا
ما د دهر علامت په سترګو ولید
په هر دم هزار پیدا هزار فنا کا
هیڅ اميد مې د ايام په ګردش نه شي
چې فرصت به په خپل دور و ما را کا
په خپل عمر به هيچا لیدلې نه وي
هغه چارې چې دی هر ساعت په ما کا
که د ګلو غونچه کېږ دم په دستار کې
شوم طالع مې هلته خار ځنې پیدا کا
که وزرو و ته لاس کړم خاورې کېږي
که د خاورو په ارزو شم استغنا کا
جدايي د خدای بلا شوه نه توانېږم
خوشی زړه مې په ديدن پسې ژړا کا
هومره صبر دی عاشق سره له کومه
چې د نن وعده موقوفه په سبا کا
که د اور جامې راواغوندې دلبره
په نظر زما جلوه لکه ديبا کا
په خپل عشق کې که څوک بد راباندې وايي
زه ګومان کړم چې همه زما ثنا کا
ملامت په عاشق ښايي دا دستور دی
چې روغ خلق په رنځور پورې خندا کا
عاشقي ننګ و ناموس دي وبله لرې
په روښانه ورځ به څرنګه څوک غلا کا
که زه طمعه کړم د ګلو له طالع نه
ما عاجز لره د ګل په ځای خار را کا
که زه ځان ژغورم په عشق کې له عالمه
زمانه مې په جهان باندې رسوا کا
همېشه به په عالم کې وي سرخرويه
چې ثنا لکه بلبل د خپل اشناکا
دا ځواب رحمان هغه کا چې دولت وې
که دلبر د دېدن می پياپی را کا