...

رحمان بابا

هر چې ستا کوڅه ما وا کا

ځای يې بر شي تر افلاکا

ځان هاله ورته بادشاه شي

چې يې ستا د در ګدا کا

چې د ستا د در ګدا شي

بادشاهي و ته نور شا کا

نظر بې د ستا له رويه

نه په ارض نه په سما کا

مينه بې د ستا له مخه

نه په دين نه په دنيا کا

ستا په مهر و محبت کې

ځان جهان واړه فنا کا

د دنيا کور و وګړي

ستا په مينه کې تالا کا

رضا ستا په رضا کېږدي

ترکه خپله مدعا کا

وهر خواته چې ستا مخ شي

دی هم مخ په هغه خوا کا

که له چا سره جفا کړي

له هغه سره جفا کا

که له چا سره وفا کړي

له هغه سره وفا کا

که په عمر چېرې ژاړي

خو په تا پسې ژړا کا

که په عمر چېرې خاندي

خو له تا سره خندا کا

که مطلب يې د دېدار وي

ستا د حسن تماشا کا

که مطلب يې د ګفتار وي

ستا په ذکر مشغولا کا

د رښتينو مقام دا دی

که څوک مينه په رښتيا کا

عاشقان په عاشقۍ کې

چې رحمان وايي هم دا کا