

رحمان بابا
هر چې وويني په سترګو روی د ستا
مخ يې کوږ وي همېشه په سوی د ستا
بې دماغه به تر سر و ماله تېر شي
چې يې تېر شي تر دماغه بوی د ستا
که لويي کړې څه بې ځايه خويي نه کړې
چې په دارنګه قامت دی لوی د ستا
نور بهار شو عالم سير د بوستان کا
خدای و ما و ته بوستان کړ کوی د ستا
د عيسی له دمه دم وهلی نه شم
چې خوله بېرته شي په ګفتګوی د ستا
هم په دامې له چشمانو نو بهېږي
چې يادېږي مې قامت دلجوی د ستا
همېشه يې زړه په اور باندې سپند وي
و هغه ته چې څرګند شي خوی د ستا
د لړم لاشه يې ماته وي په زړه کې
چې يې نقش وي په زړه ابروی د ستا
وځنځيروته يې څه لره را کاږې
ليونيو لره بس وي موی د ستا
وګړنګ و ته پخپله ځان پرې باسي
چې وزړه و ته پرې باسي روی د ستا
که ته سل ځله زما يې زه د ستا يم
تلونی نه دی له ما جستجوی د ستا
ګل لمبه شو د بلبل په اه رحمانه
نه ګروهېږي يار په های و هوی د ستا