

رحمان بابا
بادشاهي لري هر يو غلام د ستا
د خاصانو په ځای ناست وي عام د ستا
پخته کله وي چې لاف د پختګۍ کا
پختګان دي په داخم کې خام د ستا
خو هم هومره يې په ننګ ونام نظر وي
چا چې نه وي اورېدلی نام د ستا
همېشه به له مقامه بې مقام وي
هغه څوک چې لټوي مقام د ستا
څو په خپلو وينو ګل غوندې غرق نه شي
وبه نه ويني رخسار ګلفام د ستا
صبح وشام په هغو خلقو باندې يو وي
چې ارزو لري هر صبح وشام د ستا
بل کلام يې په زړه کله اثر کاندي
چې تر غوږ يې شي شيرين کلام د ستا
فراموش کاندي همه نوري مستۍ
هر چې نوش کاندي باده په جام د ستا
دام دستا د تورو زلفو عالم ګير دی
تنها نه يم نښتی زه په دام د ستا
زه رحمان دعا سلام په هغه وايم
هر چې ما لره راوړي سلام د ستا