

رحمان بابا
په ښادي ښاد شوی نه يم د هیچا
تور ټپ شوی يم په غم د هر اشنا
که زه طمع توقع له بله نه کړم
د بل طمع توقع کېږي له ما
که مې ورور که مې عزيز دی که مې يار دی
واړه غواړي خپله خپله مدعا
په هر کور کې رنځوران راته زګيروي کا
لاس مې نه رسي د هيچا په دوا
د دنيا خبرې واړه په دنيا شي
ما به څه کا څوک چې نه لرم دينا
که په کلي کې مې کور دی زه ګومان کړم
چې کور نه دی دا مې ګور دی په صحرا
چې څه کار پرې نه پوره وي نه نيمګړی
څوک به څه کا له هغوسره خندا
چې يې ښه توښه وبله سره نه شي
تر هغه اشنا بهتر دی نا اشنا
په توده ځمکه استوګنه ده مشکله
څه به زيست شي له رحمان سره د چا