

رحمان بابا
دا دنيا ده بې وفا
بې وفا ده بې بقا
نه يې مخ شته نه يې څټ شته
لکه لوټه د صحرا
په يوه ګړۍ يې مخ وي
په يوه ګړۍ يې شا
په يوه ګړۍ د ستا شي
په يوه ګړۍ زما
په يوه ګړۍ يې درد وي
په يوه ګړۍ دوا
په يوه ګړۍ يې خوف وي
په يوه ګړۍ رجا
په ساعت کې يې بقا وي
په ساعت کې يې فنا
په ساعت کې يې سکوت وي
په ساعت کې يې غوغا
په ساعت کې يې خندا وي
په ساعت کې يې ژړا
په ساعت کې يې وفا وي
په ساعت کې يې جفا
په ساعت کې يې افلاس وي
په ساعت کې يې غنا
چې نه شان لري نه شکل
کله داشي کله دا
خدای څوک پيښ مه کړه رحمانه
په دا هسې رنګ بلا