

رحمان بابا
که خپل زړه غواړې له چا
ځان صياد کړه د عنقا
د حباب کلاه په سر کړه
سور په اس شه د هوا
لکه خضر هسې پاڅه
اوبه وڅښه د بقا
له زمينه قدم کېږده
په اسمان لکه عيسا
د هغه استاد شاګرد شه
چې در وښيي کېميا
دا چې ما درته بيان کړه
که حاصل کړي واړه دا
هاله طمع کړه رحمانه
له خوبانو د وفا