...

رحمان بابا

عالمان دي روښنايي د دې دنيا

عالمان دي د تمام جهان پېشوا

که څوک لار غواړي وخدای هم و رسول ته

عالمان دي د دې لارې رهنما

کېمياګر که د کېميا په طلب ګرځي

همدمي د عالمانو ده کېميا

په مجلس د عالمانو به سره زر شي

که څوک کاڼی وي که لوټه د صحرا

جاهلان دي په مثال د مردګانو

عالمان دي په مثال د مسيحا

چې مرده يې له نفسه ژوندی کېږي

عالمان دي واړه هسې اوليا

هرسړی چې رتبه نه لري د علم

سړی نه دی خالي نقش دی ګويا

زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم يم

که اعلی دی که اوسط دی که ادنا