...

رحمان بابا

ته چې ما ته وايې چې په څه کوې ژړا

نه درمعلومېږي دغه خپل جور و جفا

ته جور وجفاکړې زه ژړا کوم دلبره

ستا که دغه نه وي دا به هم نه وي زما

څه ښادي کاندي طايفه د عاشقانو

رسم د بتانو که هم دا وي لکه ستا

دا خصلت چې ستا دی که هم تل په دغه شان وي

نه رامعلومېږي د دردمنو زړو دوا

يو دستا ماڼې شو بل غورځی د رقيبانو

وار په وار مې وژني کله هغه کله دا

هرچې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي

زه خو يې مجنون ګڼم که نن وي که سبا

سپی هم په عذاب د جدايۍ د وژلو نه دی

زه خو ګوندې ستا د کوڅې سپی شوم په وينا

هيڅ مې په کار نه دی رحمان تا غواړم دلبره

زه په دا راضي يم باقي هر څه ستا رضا