...

رحمان بابا

راشه مه کوه له چا سره جفا

لږ ژوندن دی ضايع کېږي بې وفا

په دنيا کې هيڅوک نه دی پاتي شوني

واړه تلوني دي که نن دي که سبا

دا ياران چې نن و تا و ته جلوه کا

په دوه ورځي پس به واړه شي فنا

که ديدن دې د دوی خوښ وي ورته ګوره

چې فنا شي بيا به کله شي پيدا

د خزان پاڼې چې بېلې شي له ښاخه

په حکمت به يې پيوند نه کا حکما

چې په ځمکه څاڅکې پرېوځي له اسمانه

بيا له ځمکې ختی نه شي په سما

ګومان مه کړه چې بيا سترګو لره ورشي

هغه اوښکې چې له سترګو شي جدا

دا په هره ورځ چې خېږي بېل بېل نمر دی

هرچې پرېوځي هغه نه شي ختی بيا

که جنت په زهد نه دی بې کرمه

هر سړی دې خپله غاړه کا ادا

که د نفس دپاره سل محنته وکړې

يو محنت به دې په کار نه شي فردا

که تمام جهان په خپله ګېډه وخورې

ياد به نه شې په درود او په دعا

که يوه دانه دوږي په لاس ورکړې

هم دغه به دې توښه شي د عقبا

که يو څاڅکې اوبه تږي لره ورکړې

د دوزخ او ستا ترميان به شي دريا

که يو ځله سر د خدای دپاره ټيټ کړې

په قيامت به سربلند شې ترهر چا

بازار دا دی که څوک سود و سودا کاندي

په هغه جهان نه سود شته نه سودا

اشنايان که څوک پوهېږي نن يې وخت د ی

چې زاريږي يو اشنا تر بل اشنا

که ژوندون دی خو هم دادی په جهان کې

چې له چا سره تېرېږي په خندا

خدای امان راکړه له هسې زندګۍ

چې ته بد وايې له بله بل له تا

زهر ښه دي که په صلح او په صلاح وي

نه شکرې په فتنه او په غوغا

نس په خاورو په خس ډک ښه دی بې غمه

نه د غم په خار و خس پخه حلوا

ماته ملا په مشقت په محنت ښه ده

نه حرامه هميانۍ د چا تر ملا

ړوند بهتر دی چې څه نه ويني په سترګو

نه چې سترګې په پردي حرام کا وا

ګونګ بهتر دی چې بې کامه بې زبان وي

نه چې ژبه شي په بد ويل ګويا

کوڼ بهتر دی چې څه نه اوري په غوږو

نه چې غوږ کاندي په بد ويل شنوا

ديو او دد که په خوا درشي خو بهتر دی

خدای دې بد سړی درنه ولي په خوا

د جاهل تر همدمۍ نه به بهتر وي

که له چا سره همدم وي اژدها

که مشکل دي خو د زړونو رغول دي

سهل کار دی سود وزيان د دې دنيا

سود او زيان د دنيا واړه سهل کار دی

خدای دې نه کا څوک په سهل کار رسوا

چې د ورور او د عزيز زړه پرې ازار شي

حاصل مه شه هغه خپله مدعا

ښه خواړه چې يو يې خوري بل ورته ګوري

خواړه نه دي هغه زهر دي ګويا

ګاه د نورو رضا بويه ګهې خپله

په کار نه ده همېشه خپله رضا

چې ښادي يې يو زمان وي غم تر تله

دغه هسې چارې نه کاندي دانا

لکه ځان هسې و بل و ته نظر کړه

لکه ستا دی هسې ځان دی د هر چا

منصفانو لره بويه چې انصاف کا

نه چې نغوته کا د حرص او د هوا

د سړي په خاطر هر څه هر څه ګرځي

هسې نه چې واړه وګڼي روا

دين داران دې وخپل دين و ته نظر کا

څوک فکرونه د ثواب دي څوک خطا

خدای دې نه کاندي خطا د چا له لاسه

څه نسبت دی د خطاو د عطا

هسې نه چې سړي واړه سره سم دي

څوک عالي دي څوک اوسط دي څوک ادنا

د هر چا حرمت په خپله اندازه دی

نه چې ځای مومي نفر د امرا

زه رحمان له چا شکوه شکايت نکړم

نشته بل دوست او دښمن زما بې تا