...

رحمان بابا

ښه ده ښه ده دا دنيا

چې توښه ده د عقبا

مذمت د دنيا مه کړه

واوره پند کړه دا وينا

د دنيا په بازار کېږي

د هغه جهان سودا

په دنيا کې ډېر حکمت دی

پرې پوهېږي حکما

که غليم لره يې ورکړې

غليم دوست کا په هوا

که تر سر يې صدقه کړې

رفع دفع کا بلا

که په اور باندې يې کېږدې

بوی دعودو کا پیدا

که يې تويه په صحرا کړې

ښايسته کاندي صحرا

که يې نذر کړې و پير ته

خوشحال درومي په خندا

څو ژوندی وي په جهان کې

يادوي دې په دعا

د حاتم په څېر دې ستايي

خطاب درکا د سخا

سخي هر يو د خدای دوست دی

ولو کان فاسقا

هر بخيل د خدای دښمن دی

ولو کان زاهدا

دنيا کښت د اخرت دی

دا خبره ده رښتيا

د دنيا طالبان ډېر دي

که يې مومي څوک له چا

ولې مرد پکې هغه دی

چې سخي وي هم پارسا

په دنيا کې بدي نشته

که بدي نه وي له تا

په دنيا کې خطا نشته

که له تا نه وي خطا

دنيا بحر دی بهېږي

ايينې غوندې صفا

خپل خپل مخ پکې لیده شي

که څوک زشت وي که زیبا

هم خطر پکې د سر شته

هم ګوهر دی بې بها

وفادار لره وفا شوه

جفا کار لره جفا

له يوه مخه يې درد وي

له بل مخه يې دوا

چېرته خوند کاندي د زهرو

چېرته خوند کا د حلوا

کار همه واړه موقوف دی

د سړي په مدعا

سلاکان دې نندارچي شي

د خپل ځان په تماشا

هر چې کا هغه به مومي

دنيا ځای دی د جزا

لکه وي هسې به پاڅي

که نادان وي که دانا

فتوی ونيسه په مخ کې

پسې مټ کړه په تقوا

دنيا نه ده هغه دين دی

چې له نهي وي سېوا

و طاعت و ته ولاړ وي

همېشه تړلې ملا

له حرامو يې پرهېز وي

هم مشغول په پنج بنا

کلمه يې وي قبوله

هم په جهر هم خفا

د دنيا د دار د پاره

فرض لمونځ نه کاندي قضا

هم صائم د رمضان وي

هم زکوه کاندي ادا

که يې توان د حج رسېږي

حج هم وکا پسې بيا

دا پنځه بنا د دين دي

چې بيان يې وکړ ما

چې يې يون په دا طريق وي

هغه کس دی اوليا

که يې مال د دنيا ډېر دی

هيڅ دې نه کاندي پروا

دنيا بده د هغو ده

چې يې کسب وي ريا

يا يې کسب د ريا وي

يا يې وګټي په غلا

يا يې ټوله کا په ظلم

يا د خمر په سودا

يا يې ورکا په شرابو

يا يې ورکا په زنا

يا ناحق خونونه کاندي

يا مالونه خوري د چا

عبادت کا په ځان فرض

د بادشاه د امرا

حق باطل کا باطل حق کا

په سبب د روی ريا

نه يې وېره شي له خدايه

نه يې شرم نه حيا

د يوې ګېډې دپاره

هزار خونې کا بېديا

همېشه يې له ستمه

خلقه وي په غوغا

ګوش او هوش يې هرګز نه وي

د مظلومو په ژړا

د فرعون په څېر به ناست وي

بې پروا او کبريا

بتخانې و ته يې مخ وي

و مسجد و ته يې شا

اختلاط کا له بدانو

له نېکانو وي جدا

هيڅ يې نه وي په خاطر کې

تولا و تبرا

و رحمان ته پيښه مه کړه

خدای په هسې رنګ بلا