...

رحمان بابا

چې دوې ښځې وي د چا

هم سني وي هم پارسا

خدمت کړونې د څښتن وي

په ښه خوی وي اراستا

تفاوت پکې حرام دی

که شري وي که خاصا

لازم دا دی و څښتن ته

تفاوت دې نه کا بيا

په خوراک هم په پوښاک کې

که کنه وي که حدوا

او که دا هسې به نه کا

خپل عمل به کا بېديا

يو دلې به مجنون ومري

بل هورې به شي روی سيا

داحديث دی وارد شوی

که څوک فهم کا په دا

هغه څوک چې تفاوت کا

زه وېزار يم دی له ما

په مشکوه کې دي راغلي

ورشه وپوښته علما

رحمان ژغوري يوه خدايه

له غذابه له خطا