

رحمان بابا
هيڅ ثابته نه کړه چا د دې دنيا وفا
واړه مينې کاندي بېهوده په دا دنيا
هر څوک چې دعوی په دا دنيا کا د خپلوۍ
واړه باطل وايي دنيا نه ده د هیچا
دا فلک کلال دی سازول او ماتول کا
ډېر يې ما و تا غوندې پیدا کړه هم فنا
هرسنګ وکلوخ چې څرګندېږي د دې دهر
واړه ککرۍ دي څوک د شاه څوک د ګدا
دام دې هيڅوک نه ږدي د دنيا و رهګزر ته
ښکار به وکړی نه شي د سيمرغ او د عنقا
هرڅوک چې له دې فاني نفس وابستګي کا
نه به شي تړلی په ځنځير سره هوا
ماه دی که افتاب دی عاقبت واړه خراب دی
ګل که همېشه وي هسې نه تر ابدا
مه درومه رحمانه په خلاف د دانايانو
مينه د دنيا پسندلې نه ده هيڅ دانا