...

رحمان بابا

دوباره دې راتله نشته په دنيا

نن دې وخت دی که درغ کړې رښتيا

هره چار چې تر وقت تيره شي عنقا شي

عنقا نه دی په دا نښتی د هيچا

ترورخ تيري اوبه بيرته نه جار وزي

نه جار وزي تېر ساعت په بېرته بيا

تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی

مړ چا نه دی ژوندی کړی په ژړا

که مقصود لري تلوار کړه وقت کوتاه دی

غره مه شه د دې عمر په بقا

هره نښه چې صحيح ګڼي په زړه کښې

په غرور به دغه نښه کړې خطا

په اميد اميد يې خلق نا اميد کړه

د ايام له مکره مه شه بې پروا

چې د مرګ په تماچه دي شي خوله ماته

ترو په ماته خوله به څرنګ کړې ثنا

وير ژړلي ارتينې چې وينا وايي

تا ته وايي که پوهېږې دا وينا

هلک نه يې چې په زور دې څوک تعليم کا

هم عاقل يې هم بالغ يې هم دانا

په عمل د نېک وبدو فهم وکړه

چې په دا کې دې بهبود دی که په دا

سر د ننه په ګرېوان کړه سترګې روڼې

ډېر په پورته پورته مه ځه سر هوا

سر هوا سرهوا مه ځه و اسمان ته

ته په اصل کې له ځمکې يې پیدا

د عمل په ځای به دا پوښتنه نه وي

چې ته زوی يې يا نمسی يې د فلانا

په خپل ښېګڼه وکړه غره مه شه

په ښيګڼه د ادې او د بابا

هغه ناوې چې په ځان ښايسته نه وي

څوک بې څه کاندي ښايست د مور و نيا

دا خبره زه وځان ته کړم اې ياره

دلګير مه شه که مې نوم واخيست دستا

نوم دستا او د بل اخلم ځان ته وايم

دا عيبونه دي همه واړه زما

هر چې وايم همه واړه ځان ته وايم

نه مې کار نه مې غرض شته په نور چا

هر چې وايم همه واړه حان ته وايم

دا عيبونه دي همه واړه زما

که مي ځای د دې غمونو وي په زړه کې

مابه څه لره کوله دا انشا

چې د مرګ سختې خوارۍ دا ستا په خوا دي

اې رزمانه ولې نه مرې لا پخوا