...

رحمان بابا

که صورت د محمد نه وی پيدا

پيدا کړې به خدای نه وه دا دنيا

کل جهان د محمد په روی پيدا شه

محمد دی د تمام جهان ابا

نبوت په محمد باندي تمام شه

نشته پس له محمده انبيا

نور هاله د محمد و په جهان کښې

چې بوی نه و د ادم او د حوا

په صورت که اخرين دی پيدا شوی

په معنا کښې اولين دی له هر چا

خدای يې مه ګڼه بي شکه چې بنده دی

نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا

که نبي دی که ولي دی که عاصی دی

محمد دی د همه واړو پيشوا

چې يې دين د محمد دی قبول کړی

جنتی دی که فاسق دی که پارسا

محمد ده ګمرهانو رهنما دی

محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا ده پيروي د محمد ده

ګڼه نشته په جهان بله رڼا

محمد د بيچاره و چاره ګر دی

محمد دی هر دردمند لره دوا

زه رحمان د محمد د در خاکروب يم

که مې خدای نه کا له دې دره جدا