...

رحمان بابا

ګوره هسې کردګار دی رب زما
چې صاحب د کل اختيار دی رب زما
همګي بزرګوارن چې څوک يې وايي
تر همه و بزرګوار دی رب زما
نه يې هيڅ حاجت په چاباندې موقوف دی
نه د هيچا منت بار دی رب زما
له نيستۍ يې د هستۍ صورت پيدا کړ
هسې رنګ پروردګار دی رب زما
هم صانع دي د جمله و مصنوعاتو
هم سامع د هر ګفتار دی رب زما
چې يې هيچرې نه مثل نه مثال شته
د هغو عطرو عطار دی رب زما
هر تعمير چې د دنيا او د عقبی دی
د همه واړو معمار دی رب زما
خواننده د نانويسو صحيفو دی
داننده د هر اسرار دی رب زما
که ظاهر دی که باطن دی که مابين دی
له همه و خبردار دی رب زما
که پيدا که پوشيده دی که اوسط دی
په همه و وقوف دار دی رب زما
شريک نه لري په خپلي پادشاهي کې
بې شريکه شهريار دی رب زما
هسې نه چې واحدي يې ده له عجزه
په واحد وجود بسيار دی رب زما
حاجت نه لري د هيچا و ياري ته
له هغو سره چې يار دی رب زما
څه حاجت دی چې و بل خوا ته يې وغواړم
په خپل کور کې همکنار دی رب زما
هيڅ تغيير و تبديل نه لري رحمانه
تل تر تله برقرار دی رب زما