

کامګار خټک
ښه
چې تر همه ښکليو جانان لرم
ځکه يې سر ايښی په آستان لرم
خوله
يې ده دوکان د خوږ قندو
تل ناستی د قندو په دوکان لرم
هم
په کې نسرین شته هم سمن سنبل
باغ د ګلو مخ د دلستان لرم
ته
خوښي د مصر کړه يوسف غوندې
زه که د غم خونه په کنعان لرم
وسوم
د نمرود غوندې د غم په غور
ځکه لکه عود فرياد افغان لرم
زه
له ډيره شوقه ستا د مخ ونمر ته
چاک لکه د صبح ګريبان لرم
نه
د چا منت وړې نه تر طمع کاندې
زه کامګار د زړه منت په ځان لرم