...

کامګار خټک

زه روان د يار د مينې په سبيل
 بې له عشقه بل يو نه لري دليل

څو يې درست باطن په خم د عشق رنګ نه شي
 په دا څه شو که جامې رنګ کا په نيل

څو د زړه صفايي نه وي په دا څه شي
 که ظاهر لولي قرآن په ښه ترتيل

ابدي ژوندون يې بيا موند بې زواله
 چې د يار د عشق په توره شه قتيل

هم هغه بيا موند نجات له هره غمه
 چې غرقاب شو په سېلاب د عشق دليل

کله طاعت د جهان واړه هر شپه که
 په جنت کې دخول نه شته د بخيل

هر سالک چې څه خودي لري په زړه کې
 لا يې زړه دی قرارګاه د عزازيل

که لښکر د نفس لښکر د ابرهه شي
 برې تعين د رياضت که ابابيل

سرفراز په دواړه کوَنه هم هغه شه
 چې په سر يې شه د يار د عشق اکليل

د کامګار د خپل آشنا ديدن نصيب شه
 د هغه په حق چې پيک وه جبرئيل