

کامګار خټک
د
هجران د غم د غرونو په طفيل
وړی مې کله شي د ډيرو اوښيو سيل
د
ذلت اندوه زما له زړه زايل شه
چې داخل شوم ستا د در د سپو په ذيل
ډک
د زړه مصحف لري په آيتونو
سپين رخسار يې والضحی زلفې والليل
راشه
ګوره سره ياقوت زما د اوښکو
له دولته ستا د حسن د سهيل
په
نظر مې يو د ستا په څېر را نغی
په جهان که ښکلي ډير دي خپل په خپل
چا
چې يوځل دی جمال د تا ليدلی
د جنت حورو ته نه که هرګز ميل
چې
د زړه له غمه خلاص نه دي کامګاره
خپلې سترګې راولي ورته دا پيل