...

کامګار خټک

نن مې وليد د دلبر په منګول ګل
 وې مې دی شرف د ګلو کتل تل

د خوبانو د سرو شونډو له هوسه
  هومره ډېر د اور غمونه زغمل مل

خلق ولې د ستا زلفې سنبل بولي
 ستا د زلفو دی بل تاب د سنبل بل

چې د عشق سېلاب مې پل د صبر وران کړ
  مغروري مې په خطا کړه د خپل پل

دا د ستا کاکل څه لا توره بلا ده
 ښاماران که لري ښکلي کاکل کل

د يوه جواب يې را نغی و ما ته
 که خطونه مې و يار ته وکښل شل

اوس به څه محبت پټ ساتې کامګاره
 صراحي چې درته وويل قل قل