

کامګار خټک
هسې
نه کا لوټ تر کان د هيچا مال
لکه دا ښکلي چې زړه وړي دم درحال
په
ازل زما نصيب د مينې اور شو
چې په زړه مې ږدي داغونه کال په کال
له
يوې مينې لا نه يم فارغ شوی
چې بيا بله زړه ته راشي په تعجال
عشق
مې مهر د شربت په شونډو کېښود
زړه مې چوي چا ته ويلی نه شم حال
پرې
زما د زړه غونچې وغوړېدلې
چې يې نن د زلفو بوی راوړ شمال
په
دنيا کې غفلت هيڅ مناسب نه دی
په هر دم د کوچ نارې وهي ګړبال
د
کامګار له زړه يې صبر قرار يووړ
د دلبرو سترګو وروځيو خط وخال