...

کامګار خټک

څوک چې کېناسته د مينې په اورنګ
 نه يې سيال دار اشکوه دی نه اورنګ

د خپل يار د کوی په خاورو ايرو خوښ دي
 له فرشونو د شاهانو کاندي ننګ

بې ديدنه د خوبانو له جماله
 تسلي يې د زړه نه شي په بل رنګ

ستا د در د خاورو هسې رنګ تاثير دی
 چې خندا که په شاهانو ستا ملنګ

د هغه سړي په برخه لوی جهاد دی
 چې به هره ورځ له نفسه کاندي جنګ

هر سړی چې په اسرار د کار خبر شي
 لکه شهد نوشه وي د غمه شرنګ

ستا د وصل له نسيمه اميدوار يم
 که هجران لکه غونچه کړم په زړه تنګ

په فراق د سمن رويو سنبل مويو
 هر زمان هردم وهم په سينه سنګ

هم هغه به برخوردار شي له وصاله
 چې په عشق کې يکجهت وي يکرنګ

چې د يار د عشق په تير زخمي کامګار شه
 ځکه هر زمان فرياد کا لکه چنګ