...

کامګار خټک

عاشقان چې ځي د مينې په طریق
 بې له عشقه بل څوک نه ګڼې رفيق

په آخر په هجر جام ور کا د زهرو
 که اول د وصل نوش کاندې رحيق

نورې چارې واړه پوچې دي بې عشقه
 ما چې ښه وکړ د دې دنيا تحقيق

تور لوګی مې له خولې ځي په سوز د هجر
 په سينه مې هسې اور بل دی حريق

لکه قد زما د يار ښکلی زيبا دی
 سروه نه لري دا شان بالا رسيق

د دلبر د زلفو هسې سخت زنځير دی
 چې بنديان په کې اصيل وي هم رقيق

چې هميش فکر د يار د تنګې خولې کړم
 تر وېښته کړمه باريک دې خيال دقيق

عاشقي هسې بلا ده که وګورې
 چې صنعان غوندې پارسا کاندي زنديق

سر و مال به شکرانه که کامګار دواړه
 که روزي يې شي د يار آبدار عقیق