...

کامګار خټک

چې مين شي په رخسارو د معشوق
 زړه صورت به يې په هجر شي محروق

بې له دې چې ور که سر محنت پرې اخلې
 بل روزګار نه شته هرګر د عشق په سوق

ستا وعده زما توبه دواړه دلبره
 لکه نقش د اوبو نه لري وثوق

نور  متاع به په کې نه وي بې له عشقه
 که مې څوک که کشاده د زړه صندوق

محبت مې هسې زور په صورت وکړ
 چې د يار په باد مې ډک دی کل عروق

چې مې پښه د محبت په کوڅه کېښوه
 د راحت باب شه و ما و ته مغلوق

د هجران په اور کامګار هسې کباب کړ
 چې اعضا يې يو د بله شول محروق