

کامګار خټک
که
يې وليده د يار دواړه رخسار واف
نور به نه تلو و چمن ته په بهار واف
که
يې يوځل د آشنا په کور ګذر شي
نوم به وانه خلي په ژبه د ګل زار واف
که
يې وېره د خزان په زړه کې نه شته
د بهار په موسم ولې کا چغار واف
په
جهان کې ښايسته مرغونه ډېر دي
خپلې ژبې و هر چا ته کړ مرويدار واف
که
يې نه په زړه د ګل مينه بليږي
ولې دا رنګ شه بې صبره بې قرار واف
بوسه
نه اخلي له ګله په چمن کې
څو يې ځان نه کا اول تر سره زار واف
د
ګلونو بوی ته هله نژدې کېږه
چې اول کاندې قبول زحمت د خار واف
آب
يې دا آتش نصيب کړ له ازل
په آرزو د تل ونه سه په اختيار واف
دانايان
به زما يو حرف ځنې ښه کا
هره ورځ که داستانونه کا هزار واف
له
حيرت به يې زر ژبې شي ګونګې
که په غوږ واوري شعر د کامګار واف