...

کامګار خټک

چې يې زړه زما لاله غوندې کړ داغ
 له احواله مې بيا ولې کړ فراغ

په ګلونو کې يې بوی د وفا نه شته
 درېغه زه ګډ شوی نه وم په دا باغ

په ما خوار باندې به کله نظر وکړې
 چې لري تر بادشاهانو زيات دماغ

زه د تا په لور په سر په سترګو درومم
 ځکه نه مې مومي څوک د پله سراغ

زه کامګار دې په ليدلو هسې مست شوم
 لکه څوک چې شي په څکلو د اياغ