...

کامګار خټک

لکه يار زما لري حسن بديع
 هسې ګل نه شته په فصل د ربيع

که بې ياره ډېر خواږه د دنيا خورم
 ترخه شي زما په خوله لکه ضريع

حقيقي يار په معنی عمر دی ځکه
 لکه عمر هسې تله کاندي سريع

رب زما مينه پيدا کړه په دلبرو
 که دا کار دی و زاهدو ته شنيع

جهانونه په کې لاړل بې خبره
 عشق يوڅه لوی بيابان دی وسيع

په معنی د عاشقي د همای سيوری
 په تاثير يې شي شريف سړی وضيع

هر چې ستا رضا هغه کوه دلبره
 زه کامګار لکه بنده يم ستا مطيع