...

کامګار خټک

تل کوې راته د شهر واعظ وعظ
 ولې نه لګي په ما د واعظ وعظ

معلوميږي چې له عشقه خبر نه دی
 ځکه ما ته کړي دا هومره واعظ وعظ

که تا وويني په سترګو هاله مرد دی
 که له دله نه شي هېر د واعظ وعظ

هغه څوک چې په جزبه د عشق مجذوب شي
 پرې اثر نه کا هرګز د واعظ وعظ

که دا هسې کړۍ چې وايي و نور چا ته
 په هر چا به لګېده د واعظ وعظ

زه کامګار کله مجنون د زمانې يم
 چې مې کار نه کا په زړه د واعظ وعظ